د عراق لومړي وزیر علي الزیدي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې به ټول امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له عراقه ووځي.
دا موضوع د سېشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د هغه او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیدنې پر مهال یو ځل بیا تایید شوه.
ولسمشر ټرمپ د لیدنې پر مهال وویل: «موږ نور دا اړتیا نه وینو چې امریکايي ځواکونه دې په عراق کې پاتې شي.»
هغه زیاته کړې چې واشنګټن به د بغداد د غوښتنې په صورت کې هر ډول اړینه مرسته وکړي، خو د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده چې عراقي امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت وړتیا لري.
دواړو لورو همدارنګه هغه مهالوېش بیا تایید کړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د بغداد او واشنګټن ترمنځ پرې هوکړه شوې وه.
د دې هوکړې له مخې د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت په تدریجي ډول پای ته رسېږي او امنیتي مسؤلیتونه عراقي ځواکونو ته سپارل کېږي.
له هغه وخت راهیسې په عراق کې د امریکايي ځواکونو شمېر په پړاوونو کې کم شوی دی.
د همدې بهیر په ترڅ کې امریکايي ځواکونو د روان کال په جنورۍ میاشت کې د عینالاسد ستراتیژیکه پوځي اډه هم په بشپړه توګه تخلیه کړه او د هغې کنټرول یې عراقي امنیتي ځواکونو ته وسپاره.
عینالاسد د امریکايي ځواکونو له مهمو پوځي اډو څخه ګڼل کېده.

