چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeافغانستانسرچينې:اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د نویو ډیپلوماتانو د لېږلو هوکړه شوې

سرچينې:اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د نویو ډیپلوماتانو د لېږلو هوکړه شوې

يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو حکومت او یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان ډیپلوماتانو د منلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې شپږ ډیپلوماتان اروپايي هېوادونو ته ولېږل شي، څو هلته د افغانستان په سفارتونو کې خپلې دندې پیل کړي.

سرچینه وايي، دغه پرېکړه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو له پایلې وروسته شوې، خو تر اوسه د هغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه شوي چې د دغو ډیپلوماتانو کوربه‌توب به کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here