د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د قطر سفارت ته ورغلی او د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې په مناسبت یې د تعزیت په کتاب کې خپل د خواخوږۍ پیغام ليکلی دی.
ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې د قطر له اوسني امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د قطر له حکومت او ملت سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

