سه شنبه, جولای 14, 2026
Homeافغانستانعاطف مشعل:پاکستان باید له افغانستان سره خپلې زړې تګلارې بدلې کړي

عاطف مشعل:پاکستان باید له افغانستان سره خپلې زړې تګلارې بدلې کړي

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، د پاکستان لپاره وخت رارسېدلی چې د افغانستان په اړه خپلې دودیزې امنیتي او سیاسي تګلارې له سره وارزوي او له نوي سیمه‌ییزو واقعیتونو سره سم چلند وکړي.

مشعل په یوه لیکنه کې ویلي، د پاکستان پوځي او سیاسي جوړښت له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې افغانستان د خپلو امنیتي محاسبو له لیدلوري اداره کړي، خو د ده په وینا، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې چې د خپلواکۍ، ملي عزت او خپلواک تصمیم نیولو پر سر له هېچا سره معامله نه کوي.

هغه استدلال کړی چې نړیوال او سیمه‌ییز شرایط د پخوا په څېر نه دي پاتې او پاکستان هم له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.

د مشعل په باور، د فشار او نفوذ پر بنسټ پخوانۍ تګلارې نورې اغېزناکې نه دي.

د نوموړي په وینا، افغان ولس نن د سیمې د سیاسي بدلونونو او شخړو په اړه تر بل هر وخت زیات پوهاوی لري او هغه روایتونه چې پخوا د سیاسي موخو لپاره کارېدل، خپل پخوانی اغېز له لاسه ورکړی دی.

عاطف مشعل ټینګار کړی چې د پاکستان لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې افغانستان د یوه خپلواک او برابر ګاونډي هېواد په توګه ومني او اړیکې د متقابل درناوي، اقتصادي همکاریو او ګډو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.

نوموړي زیاته کړې، که د سیمې نوي واقعیتونه په پام کې ونه نیول شي او پخوانۍ تګلارې دوام ومومي، نو د بدلونونو اغېزې به تر هر څه وړاندې هماغه زاړه سیاسي جوړښتونه له نویو ننګونو سره مخ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here