د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳ زره او ۹۵ قیراطه زمرد د یوې رسمي داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د ولایت مقام ویاند، سیفالدین لټون، ویلي چې د دې داوطلبۍ له لارې د زمردو ټولیز ارزښت دوه میلیونه او ۱۹۹ زره افغانیو ته ورسېد.
د نوموړي په وینا، دا داوطلبۍ د «اسلامي امارت» د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري ترسره شوې او پکې ملي سوداګرو برخه اخیستې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۹مه هم د پنجشېر له کانونو څخه ۳ زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد د یوې بلې داوطلبۍ له لارې د ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
د پنجشېر زمرد د افغانستان له لوړ کیفیت لرونکو قیمتي ډبرو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو بازارونو پام یې هم ځان ته اړولی دی.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د دغو قیمتي ډبرو د پلور لپاره د داوطلبۍ لړۍ دوامداره ساتلې او وایي چې موخه یې د کانونو د عوایدو زیاتول او د استخراج بهیر منظمول دي.

