سه شنبه, جولای 14, 2026
Homeکورپاڼههند؛د ایراني سمندري کارګر د وژل کېدو په تړاو د ایران شارژدافیر...

هند؛د ایراني سمندري کارګر د وژل کېدو په تړاو د ایران شارژدافیر احضار کړ

د هند حکومت د عمان سمندر کې د یوه هندي سمندري کارګر د وژل کېدو په تړاو په نوي ډیلي کې د ایران شارژدافیر احضار کړی دی.

د هندي چارواکو په وینا، په دې لیدنه کې یې د پېښې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایراني لوري یې د وژل شوي هندي وګړي د مړینې د څرنګوالي په اړه د بشپړې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د هند حکومت ټینګار کړی چې د خپلو اتباعو د خوندیتوب موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي او تمه لري چې ایران به د پېښې په اړه بشپړ وضاحت ورکړي او اړین اقدامات به ترسره کړي.

د يادونې ده چې دغه کارګر د تيلو په يو ټانکر کې د ايران په توغنديز بريد کې وژل شوی.

تر اوسه ایراني چارواکو د هند د دغه اقدام یا د هندي سمندري کارګر د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here