سه شنبه, جولای 14, 2026
Homeافغانستانریکارډي اېل نینو؛افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش او سومالیا له نوي اقلیمي بحران سره...

ریکارډي اېل نینو؛افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش او سومالیا له نوي اقلیمي بحران سره مخ دي

د بشري مرستو یوې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د اېل نینو (El Niño) چټکه پیاوړې کېدونکې موسمي پدیده ښايي په ختیځه افریقا او د اسیا په یو شمېر هېوادونو کې سخت سېلابونه، د ناروغیو خپرېدل او د خوړو بحران رامنځته کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د دوشنبې په ورځ ویلي چې کینیا، یوګانډا، سومالیا، بنګله‌دېش، پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر د دې پدیدې له خطر سره مخ دي.

د دغو هېوادونو ډېری یې لا هم له بشري ناورینونو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ژغورنې نړيوالې کمېټې د بېړنیو چارو مشر باب کیچن ویلي، نړۍ په یوه وخت کې له څو بحرانونو سره مخ ده، او هغه هېوادونه چې د نوو ناورینونو د زغملو لږ ظرفیت لري، تر ټولو ډېر زیانمنېدای شي.

د امریکا د اقلیم د وړاندوینې مرکز د جولای په نهمه اعلان وکړ چې اېل نینو په چټکۍ سره پیاوړی کېږي او ۸۱ سلنه احتمال شته چې دا به له ۱۹۵۰ کال راهیسې یو له تر ټولو ځواکمنو موسمي پېښو څخه وي.

د اټکل له مخې، دا پدیده به د روان کال د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ خپل اوج ته ورسېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اېل نینو له امله به په ځینو سیمو کې سخت بارانونه او سېلابونه، او په نورو کې وچکالي رامنځته شي، چې دا به د میلیونونو خلکو پر ژوند، کرنې او خوړو امنیت جدي اغېز وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here