له ۲۰۰ څخه زیاتو اقتصادپوهانو او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) څېړونکو د نړۍ له مشرانو او ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراخو اقتصادي بدلونونو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
دغه پرانیستی لیک، چې د سټینفورډ پوهنتون د ډیجیټلي اقتصاد لابراتوار له لوري تنظیم شوی، د ۱۶ نوبل جایزې ګټونکو په ګډون د څه باندې ۲۰۰ متخصصانو له خوا لاسلیک شوی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې مصنوعي ځیرکتیا ښايي په راتلونکو لسو کلونو کې په بېساري ډول پرمختګ وکړي او داسې اقتصادي بدلونونه رامنځته کړي چې د صنعتي انقلاب تر بدلونونو هم لوی وي، خو په خورا لنډ وخت کې به ترسره شي.
د لیک په وینا، AI کولی شي د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو، تولید زیاتولو او نوښت ته پراخ فرصتونه برابر کړي، خو ورسره د میلیونونو دندو د له منځه تلو او د کار بازار د پراخو ګډوډیو خطر هم شته.
لیک له حکومتونو او خصوصي سکټور غواړي چې داسې قوانین، تګلارې او بنسټونه رامنځته کړي چې مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو بشپړونکې وګرځي، نه دا چې د هغوی ځای ونیسي، او ګټې یې ټولنې ته په عادلانه ډول ورسېږي.
د دې نوښت تنظیموونکي او د ویرجینیا پوهنتون استاد، انتون کورینک، ویلي چې د اقدام لپاره وخت محدود دی او که نړۍ تر بشپړ ډاډه کېدو انتظار وباسي، نو د بدلونونو د مدیریت لپاره به ډېر ناوخته وي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې د کار په بازار کې لا دمخه څرګندې شوې دي.
د بېلګې په توګه، امازون اعلان کړی چې زرګونه دندې کموي، او د شرکت مشرتابه ویلي چې د تولیدي AI او هوښیارو سیسټمونو له امله به ځینې دندې اتومات شي.
همدارنګه، په امریکا کې نوي پوهنتونفارغان د کار موندنې له سخت بازار سره مخ دي، چې یو لامل یې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ بلل کېږي.

