د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ادعا کړې چې د بحرین په الجفیر پوځي اډه کې یې د وسلو څو زېرمې، د سپوږمکۍ مخابراتي مرکز او هغه ودانۍ په نښه کړې چې د امریکايي ځواکونو د استوګنې او فعالیت لپاره کارېده.
د سپاه په وینا، دا برید د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوی او که واشنګټن خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، ایران به د سیمې پر نورو امریکايي اډو هم بریدونه پراخ کړي.
تر اوسه د امریکا پوځ یا د بحرین چارواکو د سپاه د دغو ادعاوو په اړه د زیان یا مرګژوبلې تایید نه دی کړی.

