دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاننصیر احمد فایق:افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې ددې هېواد لپاره غمیزه...

نصیر احمد فایق:افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې ددې هېواد لپاره غمیزه نه؛ بلکې د نړۍ امن هم ګواښي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، چې نړیوال دې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د جنیستي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي فایق له ملګرو ملتونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو ژمنو ته غاړه کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې د دې هېواد لپاره یو بحران او غمیزه نه، بلکې د نړۍ سوله او امن هم ګواښي.

هغه له نړیوالو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here