سه شنبه, جولای 14, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:امریکا به نن شپه او سبا پر ایران سخت بریدونه وکړي

ډونالډ ټرمپ:امریکا به نن شپه او سبا پر ایران سخت بریدونه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې متحده ایالات به د ایران پر ضد د نن شپې او سبا په اوږدو کې سخت پوځي بریدونه ترسره کړي.

نوموړي ویلي چې امریکا به د ایران د «Pickaxe Mountain» په نوم غرنی هدف هم له منځه یوسي، چې د هغه په وینا د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري.

ټرمپ دا څرګندونې د یوې راډیویي مرکې پر مهال کړې او ویلي: «موږ به ایران نن شپه او سبا سخت وولو. هغوی د دې د مخنیوي هېڅ توان نه لري.»

ايران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here