د افغانستان بانک اعلان کړی چې د سېشنبې په ورځ به د داوطلبۍ له لارې تر ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو پورې اسعار لیلام کړي.
د بانک په خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتل شوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د معاملې پیسې د هماغې ورځې تر پایه په یو ځل او نغدي ډول تصفیه کړي.

