دوشنبه, جولای 13, 2026
Homeکورپاڼهاسماعيل بقايي:عزرائیل عادل دی، د لينډسي ګراهام پر مړينه هيڅ ازاد انسان...

اسماعيل بقايي:عزرائیل عادل دی، د لينډسي ګراهام پر مړينه هيڅ ازاد انسان نه خواشينی کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي سناتور لینډسي ګراهام د مړینې په اړه توند غبرګون ښودلی او پر نوموړي یې سختې نیوکې کړې دي.

د وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي: «عزرائیل عادل دی.»

بقايي زياته کړې چې ګراهام د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې د جګړو او پوځي اقداماتو ملاتړ کړی او د خلکو په ذهنونو کې به یې منفي میراث پاتې شي.

نوموړي ويلي چې د دغه توند او تېز ژبي سناتور مړینه به د دوی په وینا د هېڅ آزاد انسان لپاره د خواشینۍ لامل نه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې خپرې شوې چې د ایران او امریکا اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له سیاسي او امنیتي کړکېچونو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو چارواکي وخت ناوخت د یو بل پر ضد سخت دریځونه خپلوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here