دوشنبه, جولای 13, 2026
Homeکورپاڼهلیونل مسي لوبڅار ته:له ما سره په درناوي خبرې وکړه

لیونل مسي لوبڅار ته:له ما سره په درناوي خبرې وکړه

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې کپتان لیونل مسي د ۲۰۲۶ نړیوال جام د کوارټر فاینل په لوبه کې له پرتګالي لوبڅار (داور) ژواو پدرو پینیرو سره لفظي شخړه کړې او له هغه یې غوښتي چې په درناوي ورسره خبرې وکړي.

دغه لوبه، چې د سویس پر وړاندې ترسره شوه، ارجنټاین د اضافي وخت په پای کې ۳-۱ وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د راپورونو له مخې، شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې سویس د ازادې ضربې اخیستو ته چمتو کېده.

مسي، چې د دفاعي دېوال برخه و، د لوبڅار د چلند پر وړاندې اعتراض وکړ او ویې ویل چې له ده سره دې په درناوي خبرې وشي.

د «ګول» وېبپاڼې د راپور له مخې، مسي لوبڅار ته ویلي: «له ما سره سمې خبرې وکړه، بې‌احترامي مه کوه. ما درسره په درناوي خبرې کړې دي.»

د دواړو ترمنځ د خبرو ویډیو له لوبې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه او د فوټبال د مینه‌والو او رسنیو پام یې ځان ته واړاوه.

په دې لوبه کې خولیان الواریز او لاوتارو مارتینز د ارجنټاین لپاره مهم ګولونه ووهل؛ خو د مسي او داور لفظي شخړه د سیالۍ له تر ټولو ډېرو بحثونو څخه شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here