دوشنبه, جولای 13, 2026
Homeکورپاڼهانتونيو ګوترېش:د ایران او امریکا د جګړې ژر درېدل او ډیپلوماټیکو خبرو...

انتونيو ګوترېش:د ایران او امریکا د جګړې ژر درېدل او ډیپلوماټیکو خبرو ته ستنېدل اړین دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خلیج سیمه کې د وروستیو پوځي نښتو د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایران او امریکا یې غوښتي چې سمدستي تاوتریخوالی ودروي او د شخړو د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.

ګوترېش په یوه بیان کې ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې نوی پړاو، په هرمز تنګي کې امنیتي وضعیت او د سیمې پر نورو اهدافو بریدونه د اندېښنې وړ دي او د لا پراخې بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د جګړې دوام به نه یوازې د سیمې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي، بلکې نړیواله سوله، امنیت او نړیوال اقتصاد به هم له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.

هغه له دواړو لوریو وغوښتل چې ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستانه شي او پاتې اختلافونه د پوځي اقداماتو پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here