رویټرز راپور ورکړی چې د منځني ختیځ د وروستیو پوځي نښتو او د هرمز تنګي د بیا تړل کېدو له ادعاوو وروسته، د امریکا د ډالر ارزښت د نړۍ د ډېرو مهمو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی او د نفتو بیې هم زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو تبادلې پانګهوال اندېښمن کړي، ځکه د انرژۍ د بیو د لوړېدو احتمال د انفلاسیون د زیاتېدو او د مرکزي بانکونو د سود د کچې د لوړېدو تمې پیاوړې کړې دي.
د اسیايي بازارونو له پرانیستل کېدو سره د برېنټ خام نفتو بیه شاوخوا ۳.۳ سلنه لوړه شوه او یو بېرل یې ۷۸.۴۹ ډالرو ته ورسېد.
د استرالیا د IG شرکت د بازار شنونکي ټوني سایکامور ویلي، د منځني ختیځ کړکېچ د ډالر د پیاوړتیا او د نفتو د بیو د لوړېدو اصلي لامل دی.
د هغه په وینا، که د انرژۍ بیې لا لوړې شي، مرکزي بانکونه ښايي د سود د کچې لوړولو ته تر پلان مخکې مخه کړي.
راپور زیاتوي چې د امریکا د فدرالي زېرمو بانک (Federal Reserve) د سود د کچې د دوو نورو لوړېدو احتمال د کال تر پایه زیات شوی دی.
د بازار د اټکلونو له مخې، اوس د دې احتمال له ۴۷.۶ سلنې څخه ۵۲.۱ سلنې ته لوړ شوی چې د روان کال تر پایه به لږ تر لږه دوه ځله د سود کچه لوړه شي.
رویټرز وايي، پانګهوال به په روانه اوونۍ کې د امریکا د انفلاسیون تازه ارقام، د تولیدوونکو د بیو شاخص (PPI) او د فدرالي زېرمو بانک د مشر د څرګندونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا عوامل د نړیوالو مالي بازارونو پر راتلونکې لوري مهم اغېز لرلای شي.

