یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستاننجم سيټهي:افغانستان او هند به د پاکستان لپاره اوږدمهاله ستراتیژیکې ننګونې پاتې...

نجم سيټهي:افغانستان او هند به د پاکستان لپاره اوږدمهاله ستراتیژیکې ننګونې پاتې شي

د پاکستان نوموتي ژورنالیست نجم سیټهي ویلي، په افغانستان کې د پاکستان هوايي بمبارۍ تر اوسه د پام وړ پایلې نه لري او اسلام‌اباد لا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی.

سیټهي ویلي، افغانستان او هند به د پاکستان لپاره اوږدمهاله ستراتیژیکې ننګونې پاتې شي.

د هغه په وینا، افغانستان خپله سیمه‌ییزه تګلاره پر مخ وړي، روسیه د طالبانو له حکومت سره اړیکې پراخوي او د چین هڅې هم تر اوسه د پام وړ بدلون نه دی راوستی.

نوموړي ویلي، پاکستان ښايي نور پوځي اقدامات او هوايي بریدونه هم ترسره کړي، خو یوازې پوځي فشار د ستونزو د حل لپاره کافي نه دی او د بمباریو اغېز محدود دی.

سیټهي زیاته کړې، پاکستان تر هغو خپلې اساسي امنیتي ستونزې نه شي هوارولای، څو له هند سره د اوږدمهاله تفاهم او ثبات لپاره کومه حللاره پیدا نه کړي.

هغه همداراز ویلي، پاکستان ډېر ځله د سختو پرېکړو او قاطع اقداماتو خبرې کوي، خو په عملي ډګر کې یې پایلې تل د اعلانونو له کچې سره برابرې نه وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here