یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:د قطر د پخواني امیر پر مړینې خواشینی یم، هغه له...

حامد کرزی:د قطر د پخواني امیر پر مړینې خواشینی یم، هغه له افغانستان سره دوستانه اړیکې پاللې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي ویلي، په ډېرې خواشینۍ سره یې د قطر د پخواني امیر د مړینې خبر ترلاسه کړ او د هغه کورنۍ، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د دغه هېواد خلکو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

هغه ویلي، د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مشرۍ پر مهال قطر له افغانستان سره دوستانه اړیکې وساتلې او د افغانستان لپاره یې د یادونې وړ مرستې ترسره کړې.

حامد کرزي د قطر پخواني امیر ته د جنت او د هغه کورنۍ او د قطر خلکو ته د صبر او زغم دعا کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here