د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران پر ضد د روانې اوونۍ درېیم پړاو بریدونه پیل کړي دي.
د سینټکام په وینا، دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د هرمز تنګي له لارې پر روانې قبرسۍ کانټینري بېړۍ M/V JFS Galaxy برید وکړ.
سینټکام ادعا کړې، په یاد برید کې د بېړۍ یو ملکي عملهغړی ورک شوی، بېړۍ کې اور لګېدلی او د انجن خونې د زیان له امله یې د سفر د دوام وړتیا له لاسه ورکړې ده.
امریکايي پوځ ویلي، ایران ته مخکې هم د سوداګریزو بېړیو پر ضد د بریدونو د بندولو فرصت ورکړل شوی و، خو د دوی په وینا، تهران بیا هم خپلې کړنې ونه درولې.
سینټکام ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به د ایران هغه پوځي وړتیاوې په نښه کړي چې د ملکي بېړیو او نړیوال سمندري تګ راتګ لپاره ګواښ بلل کېږي، او دا عملیات د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په امر ترسره شوي دي.

