شنبه, جولای 11, 2026
Homeکورپاڼههند؛د هرمز تنګي له بحران وروسته د ستراتیژیکو نفتو د زېرمو د...

هند؛د هرمز تنګي له بحران وروسته د ستراتیژیکو نفتو د زېرمو د پراخولو پلان تصویب کړ

هند د هرمز تنګي له بحران وروسته د ستراتیژیکو نفتو د زېرمو د پراخولو پلان تصویب کړ

هند د هرمز تنګي د کړکېچ او د نړیوالو انرژۍ بازارونو د بې‌ثباتۍ له امله د خپلو ستراتیژیکو نفتو د زېرمو د پراخولو پلان تصویب کړی دی.

د هند دولتي شرکت د تیلو او طبیعي ګازو ملي شرکت (ONGC) د پنجشنبې په ورځ د هند د ونډو بازار ته په سپارل شوې اعلامیه کې ویلي، چې د شرکت د مدیره پلاوي له خوا د ۱.۷۵ میلیون مټریک ټنه ستراتیژیکو نفتو د زېرمو د جوړولو پروژه د ملي ارزښت لرونکې پروژو په توګه تصویب شوې ده.

د اعلامیې له مخې، د دې پروژې هدف د احتمالي نړیوالو بحرانونو، د اکمالاتي لارو د بندېدو او د انرژۍ د امنیت د خوندي کولو لپاره د هند د نفتو د زېرمو ظرفیت لوړول دي.

هند د نړۍ درېیم ستر د خامو نفتو واردوونکی او د مایع پټرولیم ګاز (LPG) دوهم لوی پېرودونکی هېواد دی، له همدې امله د نړیوالو اکمالاتي لارو هر ډول ګډوډي د دغه هېواد پر انرژۍ او اقتصاد مستقیم اغېز کوي.

د راپورونو له مخې، د امریکا او اسراییل د ایران پر ضد د جګړې پر مهال د هرمز تنګي عملي تړل کېدو د هند د انرژۍ پر وارداتو د پام وړ فشار راوست.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د نفتو د صادراتو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

د هندي چارواکو په باور، د ستراتیژیکو نفتو د زېرمو پراخول به هېواد ته دا توان ورکړي چې د نړیوالو کړکېچونو او د تیلو د اکمالاتو د احتمالي خنډونو پر مهال د انرژۍ اړتیاوې په خوندي ډول مدیریت کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here