د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه یو میلیون ښځې او نجونې له هغو حیاتي خدمتونو بېبرخې شوې دي چې د ښځو د ملاتړ بنسټونو له لوري وړاندې کېدل.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د ښځو د ملاتړو سازمانونو فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي او د ژوند ژغورونکو خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا یې کمزورې کړې ده.
راپور، چې د ۵۲ بحران ځپلو هېوادونو د ۸۵۵ ښځینه سازمانونو او د ښځو د حقونو د فعالانو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په افغانستان کې ښځینه بنسټونه په هغو سیمو کې هم فعالیت کوي چې ډېری نړیوالې مرستندویه ادارې ورته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بشري مرستو مشرې صوفیا کالتورپ ویلي، د دغو سازمانونو د بودجې هر ډول کمښت د زیانمنو ښځو او نجونو، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي قربانیانو او بېځایه شویو کورنیو، پر ژوند مستقیم اغېز کوي.
د راپور له مخې، ۸۴ سلنه سازمانونو ویلي چې د دوی خدمتونو ته اړتیا زیاته شوې، خو نږدې ۹۰ سلنه یې اعتراف کړی چې د مالي سرچینو د کمښت له امله د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
همداراز، د هرو پنځو سازمانونو له ډلې دوه یې خبرداری ورکوي چې که مالي ملاتړ بېرته زیات نه شي، ښايي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې خپل فعالیتونه ودروي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو د ملاتړ بنسټونو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې او دوامدارې کړي، څو په افغانستان او نورو بحران ځپلو هېوادونو کې اړمنې ښځې او نجونې له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې نه شي.

