جمعه, جولای 10, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د کرنې د ودې لپاره له هند څخه د اصلاح...

د طالبانو حکومت؛د کرنې د ودې لپاره له هند څخه د اصلاح شویو تخمونو او نوې ټکنالوژۍ د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د هند له حکومت څخه غوښتي چې د کرنې د عصري کولو، د اصلاح شویو تخمونو د برابرولو او پرمختللې کرنیزې ټکنالوژۍ په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي د هند د کرنې له وزیر شیو راج سنګ چوهان سره د نوي ډیلي په لیدنه کې ویلي، کرنه د افغانستان د اقتصاد اساسي برخه ده او د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه خلک خپلې اقتصادي اړتیاوې له همدې سکټور څخه پوره کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان له اوږدې بې‌ثباتۍ وروسته اوس د کرنې د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ لپاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

عمري ویلي، بزګران د اصلاح شویو تخمونو، د حاصلاتو د راټولولو او ساتنې، د مېوو د پروسس او عصري کرنیزو وسایلو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري، څو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه او د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي.

بلخوا د هند د کرنې وزیر ډاډ ورکړی چې هېواد یې چمتو دی د کرنیزو څېړنو، علمي تجربو او نوې ټکنالوژۍ په شریکولو سره له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه ویلي، هند کولای شي افغانستان ته د غنمو، جوارو او کچالو اصلاح شوي تخمونه، د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاوم نباتات او د کرنیزو څېړنو علمي ملاتړ برابر کړي.

په خبرو کې د اوبو مدیریت هم د مهمې موضوع په توګه مطرح شوی.

افغان پلاوي د اوبو کمښت او د اقلیم بدلون د اغېزو یادونه کړې او د اوبو لګولو، د باراني اوبو د زېرمه کولو او د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې یې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هندي لوري هم ویلي چې د کوچنیو اوبو لګولو سیستمونو، د باراني اوبو د راټولولو، د کرنیزو حوضونو، کوچنیو بندونو او د اوبو د اغېزمنې کارونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکولو ته چمتو دی.

دواړو لورو د بڼوالۍ، مالدارۍ، لبنیاتو، چرګانو روزنې، کبانو پالنې، د حاصلاتو له راټولولو وروسته د پروسس، ډیجیټلي کرنې، د خاورې د کیفیت او ګډو علمي څېړنو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here