د خیبر پښتونخوا حکومت د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا په موخه د “خیبر پښتونخوا اوپن وای فای” پروژه رسماً پرانیستله او د دغه ایالت په بېلابېلو عامه ځایونو کې یې د وړیا انټرنېټ خدمت پیل کړ.
د چارواکو په وینا، په لومړي پړاو کې به په پېښور کې دولتي روغتونونه، د عامه ترانسپورټ تمځايونه او مهمې دولتي ادارې د وړیا وای فای له اسانتیا برخمنې شي.
همداراز اعلان شوی چې په راتلونکو پړاوونو کې به دا خدمت د پوهنتونونو او کالجونو محصلینو ته هم وړاندې شي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، پروژه به له پېښور وروسته مردان، اېبټآباد، سوات، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان او د ایالت نورو ډویژني مرکزونو ته هم وغځول شي، څو عام خلک او زدهکوونکي د وړیا انټرنېټ له اسانتیاوو ګټه واخلي.

