د افغانستان د ایلېون کرېکټ لوبډلې په یوازینۍ شل اوریزه دوستانه سیالۍ کې د پیاوړې توپوهنې او غوره توپاچونې په مټ د ازبکستان لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په زیان یې ۳۲۳ منډې جوړې کړې، چې ازبکستان ته یې د ۳۲۴ منډو ستر هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې لپاره حسن عیسیخېل په زړه پورې سلیزه ووهله او ۱۲۰ منډې یې جوړې کړې.
ورپسې عمران میر ۷۴، فیصل خان شینوزاده ۳۱ او نورالرحمن ۲۹ منډې وکړې.
ازبکستانۍ لوبډلې د هدف په تعقیب ونه توانېده چې د افغان توپاچونکو پر وړاندې مقاومت وکړي او د اوو لوبغاړو په زیان یې یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په توپاچونه کې نصیر خان معروفخېل، عمران میر او وفادار مومند هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، او فریدون داودزي هم یوه ویکټه ترلاسه کړه.

