د ۲۰۲۶م کال د فیفا نړیوال جام له کوارټر فاینل پړاو سره هممهاله د نړۍ د فوټبال یو شمېر مشهورو ستورو هم د نړیوالو سیالیو له ډګر سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.
کرسټیانو رونالډو، نیمار جونیور، محمد صلاح، کاسیمیرو او جیمز رودریګز هغه لوبغاړي دي چې د خپلو ملي لوبډلو له حذفېدو وروسته یې اعلان وکړ، نور به په نړیوال جام کې ونه لوبېږي.
د پرتګال نامتو ستوري کریسټیانو رونالډو له سیالیو وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام به یې وروستی نړیوال جام وي.
هغه په خپلې وروستۍ نړیوالې سیالۍ کې د ازبکستان پر وړاندې دوه ګولونه وکړل او د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په شپږو پرلهپسې دورو کې یې ګول وهلی دی.
د برازیل بریدګر نیمار جونیور هم، چې دا ځل د ځوانو لوبغاړو د زیات حضور له امله محدود فرصتونه ترلاسه کړل، د ناروې پر وړاندې په خپلې وروستۍ نړیوالې لوبه کې یو ګول وکړ، خو د برازیل تر ماتې وروسته یې د نړیوال فوټبال له ډګر څخه د تقاعد اعلان وکړ.
د مصر کپتان محمد صلاح هم د ارجنټاین پر وړاندې د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته خپل وروستی نړیوال جام پای ته ورساوه.
نوموړي په دې سیالیو کې په پنځو لوبو کې یو ګول وکړ او د دوو نورو ګولونو په جوړولو کې یې مرسته وکړه.
بلخوا، د برازیل تجربهکار منځنی لوبغاړی کاسیمیرو هم د خپلې ملي لوبډلې له حذفېدو وروسته د نړیوالو سیالیو پای اعلان کړ.
هغه د خپل کلبي ژوند پر مهال ګڼې مهمې اتلولۍ خپلې کړې دي او د برازیل د منځنۍ کرښې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېده.
همدارنګه د کولمبیا پخواني ستوري جیمز رودریګز، چې د ۲۰۱۴ نړیوال جام د غوره ګول وهونکي جایزه یې ګټلې وه، د سویس پر وړاندې د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه.
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې ځلېدونکې لوبې له امله نړیوال شهرت ترلاسه کړی و.
د دغو پنځو سترو لوبغاړو وتل د نړیوال فوټبال د یوې مهمې دورې پای ګڼل کېږي، هغه دوره چې یادو ستورو په کې د خپلو هېوادونو او د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې د پام وړ رول لوبولی و.

