پنجشنبه, جولای 9, 2026
Homeافغانستان«اېچ اېل اېچ» څه ډول ناروغي ده چې له شاپور ځدراڼ یې...

«اېچ اېل اېچ» څه ډول ناروغي ده چې له شاپور ځدراڼ یې ژوند واخیست؟

د افغانستان د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis (HLH) په نوم له یوې نادرې او خطرناکې معافیتي ناروغۍ سره تر مبارزې وروسته وفات شو.

«اېچ اېل اېچ» یوه نادره ناروغي ده چې پکې د بدن معافیتي سیستم له خپل عادي کنټرول څخه وځي او د بدن د ساتنې پر ځای په خپله د بدن پر سالمو حجرو او نسجونو برید کوي.

دا حالت د شدید التهاب لامل کېږي او د ځیګر، تلي، هډوکي مغز او نورو مهمو غړو فعالیت اغېزمنولای شي.

ډاکټران وایي، «اېچ اېل اېچ» دوه ډولونه لري. یو یې ارثي یا جنیټیکي وي چې ډېری وخت په ماشومانو کې لیدل کېږي، او بل یې د ژوند په اوږدو کې د ځینو ویروسي یا بکتریايي انتاناتو، سرطانونو او ځینو معافیتي ناروغیو له امله رامنځته کېږي.

د دې ناروغۍ عامې نښې نښانې دوامداره لوړه تبه، د ځیګر او تلي غټېدل، د وینې د حجرو کمښت، سخته ستړیا، د وزن کمېدل او د بدن د التهاب لوړې نښې دي.

روغتيايي متخصصین وايي، د «اېچ اېل اېچ» تشخیص ځکه ستونزمن وي چې نښې یې له ګڼو نورو ناروغیو سره ورته والی لري.

د ناروغۍ د تایید لپاره ځانګړو لابراتواري ازموینو، د وینې معایناتو او کله ناکله د هډوکي د مغز ازموینې ته اړتیا وي.

که دا ناروغي پر وخت تشخیص او درملنه ونه شي، د بدن د مهمو غړو د ناکامۍ لامل کېدای شي او د ناروغ ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

د «اېچ اېل اېچ» درملنه د ناروغۍ د لامل له مخې توپیر لري.

په ډېرو مواردو کې د معافیتي سیستم د فعالیت د کنټرول لپاره ځانګړي درمل، کیموتراپي ته ورته درمل، او په ځینو سختو پېښو کې د هډوکي د مغز لېږد هم ترسره کېږي.

د روغتیايي متخصصينو په وینا، که څه هم «اېچ اېل اېچ» یوه نادره ناروغي ده، خو د دوامدارې تبې، د وینې د حجرو د کمښت او شدید التهاب په صورت کې باید ژر تر ژره متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه پر وخت تشخیص او درملنه د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here