د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، د جبلالسراج د سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د ودانیزو چارو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د خپل مناسب جغرافیایي موقعیت، بډایو طبیعي زیرمو او بشري ظرفیتونو له امله د صنعتي پرمختګ پراخ فرصتونه لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» اقتصادي تګلاره د هېواد د وارداتي اقتصاد پر ځای د تولید او صادراتو پر بنسټ د یوه پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو ته ځانګړې شوې ده.

