د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړیوال اقتصاد د ودې وړاندوینه د روان کال په دوهم ځل راکمه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د جګړې له امله رامنځته شوی د انرژۍ بحران لا هم پر نړیوال اقتصاد منفي اغېزې لري.
د صندوق په تازه راپور کې راغلي چې تمه ده نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳ سلنه وده وکړي، په داسې حال کې چې د اپرېل په راپور کې دا کچه ۳.۱ سلنه اټکل شوې وه.
د دغه صندوق په وینا، که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د پانګونې زیاتوالی د اقتصادي ودې ملاتړ کوي، خو د انرژۍ د بیو لوړوالی د ودې پر وړاندې لوی خنډ دی.
د راپور له مخې، نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۷ کال کې بېرته ۳.۴ سلنه ودې ته ورسېږي، چې بیا هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د اوسط ودې څخه لږه ټیټه ده.
دې صندوق همداراز اټکل کړی چې نړیوال انفلاسیون به سږ کال ۴.۷ سلنې ته لوړه شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه ۴.۱ سلنه وه. تمه کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به انفلاسیون بېرته ۳.۹ سلنې ته راټیټ شي.
د صندوق د څېړنیزې څانګې مرستیالې، پېتیا کویوا بروکس ویلي، اوسنی نړیوال اقتصادي وضعیت د دوو متضادو عواملو تر اغېز لاندې دی؛ له یوې خوا د منځني ختیځ جګړې له امله د انرژۍ دوامدار بحران او له بلې خوا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې چټک زیاتوالی.
دغه صندوق خپله وړاندوینه پر دې بنسټ کړې چې د هرمز تنګی به د جولای له نیمايي وروسته په تدریج بېرته پرانیستل شي او تر راتلونکي مارچ پورې به د جګړې له مخکې حالت ته نږدې شي.
خو راپور وايي چې د هرمز تنګي له لارې سمندري لېږد لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی.
د سمندري معلوماتو د «Kpler» ادارې د شمېرو له مخې، د سې شنبې په ورځ یوازې ۴۱ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې د جګړې تر پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ بېړۍ ترې تېرېدلې.
په همدې حال کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته چې ویلي یې وو د امریکا او ایران اوربند پای ته رسېدلی، د نړیوالو بازارونو د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې.
د برېنټ خام نفت بیه تر یوې مودې پورې له ۷۹ ډالرو فی بېرل هم واوښته او د سپټمبر د قراردادونو بیه ۷۸.۷۶ ډالرو ته ورسېده، چې د تېرې اوونۍ په پرتله نږدې اته ډالره لوړه ده.
ياد صندوق په خپل راپور کې دا هم ویلي چې امریکا به په ۲۰۲۶ کال کې د پرمختللو اقتصادونو ترمنځ تر ټولو چټکه اقتصادي وده ولري.
د صندوق د اټکل له مخې، د امریکا اقتصاد به ۲.۳ سلنه، د یورو زون ۰.۹ سلنه، بریتانیا ۱ سلنه، کاناډا ۱.۱ سلنه، جاپان ۰.۶ سلنه او د چین اقتصاد به ۴.۶ سلنه وده وکړي.

