يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه راباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ټاکلې ده.
راباب فاطمه تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
نوموړې د کمپرمختللو هېوادونو، وچې پورې تړلو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي استازې په توګه هم کار کړی دی.
نوموړې د نړیوالې دیپلوماسۍ، پراختیايي چارو او بشري همکاریو په برخه کې پراخه تجربه لري او د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ماموریتونو کې یې مهم مسؤلیتونه ترسره کړي دي.
ويل کيږي چې راباب فاطمه به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سیاسي هڅو، بشري مرستو د همغږۍ او له افغان لورو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پراختیا مشري وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوی په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې د سولې، ثبات، بشري مرستو او د سیاسي بهیر د ملاتړ لپاره جوړ شوی و.

