د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د سرمشریزې غونډې په څنډه کې په ترکیه کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل او اعلان یې وکړ چې واشنګټن به سوریې د هغو هېوادونو له نوملړه وباسي چې امریکا یې د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په توګه پېژني.
ټرمپ وویل، د دې پرېکړې رسمي بهیر پیل شوی او که د امریکا کانګرس یې مخه ونه نیسي، نو دا پرېکړه به په راتلونکو ۴۵ ورځو کې په رسمي ډول نافذه شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د سوریې له نوي حکومت سره د اړیکو ښه کول د سیمې د ثبات او د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام دی.
له بلې خوا، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د امریکا له لوري د بندیزونو او محدودیتونو کمېدل به د سوریې د اقتصادي بیارغونې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، که کانګرس د ټاکلې مودې په ترڅ کې د ولسمشر د پرېکړې مخالفت ونه کړي، سوریه به په رسمي ډول د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایستل شي.

