چهارشنبه, جولای 8, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر...

حامد کرزی:د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر پرانیستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د روان کال د کانکور ازموینې له ترسره کېدو هرکلی کړی او ټولو هغو ځوانانو ته یې چې لوړو زده‌کړو ته بریالي شوي، د لا ډېرو علمي بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

کرزي په یوه بیان کې زده‌کوونکي هڅولي چې د علم زده‌کړې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د هېواد د پرمختګ لپاره د لوړو علمي کچو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

نوموړي د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر نه ګډون ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ټولنې د پرمختګ لپاره د ټولو وګړو زده‌کړه حیاتي ارزښت لري.

حامد کرزي هیله څرګنده کړې چې د نجونو پر مخ دې ژر د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي، څو هغوی هم د زده‌کړو فرصت ترلاسه کړي او افغانستان د خپلو لوستو نجونو او هلکانو د پوهې او تخصص په مټ د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګامونه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here