د سکاټلنډ د اډینبرا یوې محکمې یو ۳۵ کلن افغان وګړی، عبدالنبيزاده، پر یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په قضیه کې مجرم بللی او د هغه د سزا وروستۍ پرېکړه یې راتلونکې میاشت ته ځنډولې ده.
د محکمې د معلوماتو له مخې، پېښه د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۱۳مه رامنځته شوې، هغه مهال چې تورن د ټکسي چلوونکي په توګه کار کاوه.
ویل کېږي، نوموړي خپله مسافره د هغې د کور پر ځای د اډینبرا د جوپا سیمې یوې ګوښه سیمې ته بېولې وه، چیرې چې د څارنوالۍ په وینا، لومړی یې د نجلۍ موبایل ترې اخیستی، د هغې د خوښې خلاف یې هلته ساتلې او وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.
قرباني محکمې ته ویلي چې څو ځله یې له تورن څخه غوښتنه وکړه څو خپل عمل ودروي، خو هغه دې غوښتنو ته پام ونه کړ.
د څارنوالۍ د څرګندونو له مخې، نجلۍ له پېښې وروسته له ټکسي څخه وتښتېده، ځان یې په نږدې بوټو کې پټ کړ او وروسته یې د خپلې کورنۍ یوه غړي ته د پېښې خبر ورکړ.
عبدالنبيزاده د محاکمې پر مهال ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې تر بریتانیا ته له کډه کېدو مخکې یې په افغانستان کې د ژباړن او خیاط په توګه کار کړی و.
هغه دا هم ویلي چې په څو ژبو، له هغې ډلې دري، پښتو، فارسي، اردو او انګلیسي خبرې کولی شي.
سره له دې، د محکمې منصفه پلاوي د هغه دفاع قانع کوونکې ونه بلله او په متفقه پرېکړه یې د جنسي تېري په تور مجرم وپېژاند.
قاضي ویلي چې د وروستۍ سزا له اعلان مخکې به د تورن د شخصي وضعیت ارزونیز راپور چمتو شي.
همداراز، د محکمې په حکم به د هغه نوم د بریتانیا د جنسي مجرمانو په رسمي نوملړ کې هم ثبت شي.
ټاکل شوې چې د سزا وروستۍ پرېکړه د راتلونکې میاشتې په محکمه کې اعلان شي.

