د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم به سبا، پنجشنبه، د سهار په ۱۰ بجو د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي.
د بورډ د معلوماتو له مخې، له جنازې وروسته به د نوموړي مړی د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
بل لور ته، د شاپور ځدراڼ ورور، غمي ځدراڼ، ویلي چې د مرحوم جسد به نن مازیګر شاوخوا د کابل په وخت ۴:۳۰ بجې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي، څو د جنازې او تدفین لپاره چمتووالی ونیول شي.
کرکټ بورډ د خواخوږۍ د څرګندولو په موخه، په خوست کې د شپږیزې کرکټ روانې سیالۍ د دوو ورځو لپاره ځنډولې دي.
د اعلان له مخې، د چهارشنبې او پنجشنبې لوبې به ترسره نه شي او سیالۍ به وروسته له ټاکلي مهالوېش سره سم بېرته پیل شي.
شاپور ځدراڼ، چې له څه مودې راهیسې د ناروغۍ له امله په هند کې تر درملنې لاندې و، وړمه شپه ومړ.
د هغه مړینې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په ټولنه کې د خواشینۍ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو او د بېلابېلو هېوادونو ګڼو کرکټرانو د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او شاپور ځدراڼ یې د افغان کرکټ له اغېزناکو او خدمتګارو لوبغاړو څخه بللی دی.

