سه شنبه, جولای 7, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:د شاپور ځدراڼ کارنامې به د افغان کرېکټ په تاریخ کې...

حامد کرزی:د شاپور ځدراڼ کارنامې به د افغان کرېکټ په تاریخ کې تلپاتې وي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني تېز توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغان کرېکټ له لومړنیو او اغېزناکو ستورو څخه یاد کړی دی.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي، شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ د ودې او پیاوړتیا لپاره نه هېرېدونکې هڅې کړې او د ملي لوبډلې په بریاوو او نړیوال شهرت کې یې مهم رول لوبولی دی.

هغه د شاپور ځدراڼ مړینه د هېواد د ورزش لپاره ستره ضایعه بللې او د نوموړي له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان له خلکو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

حامد کرزي د مرحوم شاپور ځدراڼ روح ته د مغفرت او جنت دعا کړې او د هغه کورنۍ ته یې د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له مخکښو چټکو توپ‌اچوونکو څخه و، چې د اوږدې ناروغۍ له امله د ۳۸ کلونو په عمر وفات شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here