سه شنبه, جولای 7, 2026
Homeافغانستاناشرف غني:د شاپور ځدراڼ مړینه د افغان کرېکټ لپاره ستر زیان دی

اشرف غني:د شاپور ځدراڼ مړینه د افغان کرېکټ لپاره ستر زیان دی

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني تېز توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغان کرېکټ یو ویاړلی او اغېزناک لوبغاړی بللی دی.

اشرف غني په خپور کړي پیغام کې ویلي، د شاپور ځدراڼ مړینه نه یوازې د افغانستان د کرېکټ لپاره، بلکې د هغو ځوانانو لپاره هم ستره ضایعه ده چې نوموړي ته یې د خپلې لارې د بېلګې په سترګه کتل.

هغه زیاته کړې چې شاپور ځدراڼ د افغان کرېکټ د سختو ورځو یو مهم ستوری و او د خپلو غوره لوبو له لارې یې د څه باندې یوې لسیزې په موده کې افغانانو ته خوښۍ او ویاړونه ور په برخه کړل.

اشرف غني د شاپور ځدراڼ کورنۍ او خپلوانو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او دعا یې کړې چې الله تعالی دې مرحوم ته مغفرت او کورنۍ ته یې د زړه صبر ورکړي.

شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرېکټ له مخکښو چټکو توپ‌اچوونکو څخه و، له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو په عمر نن وفات شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here