په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ادعا کوي چې د پاکستان د باجوړ په سیمه کې وسلهوالو یوه امنیتي پوسته نیولې او څو بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې هم غنیمت کړي دي.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې په سیمه کې پر یوې بلې سترې امنیتي قرارګاه هم جګړه روانه ده.
وسلهوالو مخالف لوري ته د درنو تلفاتو د اړولو او د قرارګاه د محاصرې ادعا هم کړې ده.
تر اوسه د پاکستان پوځ د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

