د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني سره د یوې مصنوعي ځیرکتیا (AI) جوړې شوې ویډیو د خپرېدو وروسته په خپل ټولنیز اکاونټ کې نوی پیغام خپور کړی دی.
په دې ویډیو کې چې د ټرمپ او مېلوني ترمنځ د لاس ورکولو صحنه ښيي، ټرمپ پر دې انځور لیکلي: “د بندیز حکم ته اړتیا ده”.
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې د AI له لارې جوړ شوي انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې پراخه شوې او د سیاسي مشرانو ترمنځ یې بحثونه راپورته کړي دي.
تر اوسه د دې موضوع په اړه د ایټالیا د لومړۍ وزیرې رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو دا ډول مصنوعي انځورونه په وروستیو کې د نړیوالو سیاستوالو ترمنځ د اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

