د ایران د پوځ لوی درستیز، امیر حاتمي، د پخواني ستر مشر علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې ویلي، ایران به د هغه د ترور د عاملانو پر وړاندې د عدالت او غچ اخیستلو هڅې هېڅکله پرېنږدي.
حاتمي ټینګار کړی، هغه کسان چې دا برید یې ترسره کړی، باید پوه شي چې د ایران ولس او حکومت به د دې قضیې تعقیب ته دوام ورکړي او تر هغې به لاس پر سر نه شي، څو خپلې موخې ته ونه رسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې په تهران کې د علي خامنهیي د جنازې دولتي مراسم روان دي او زرګونه کسانو په کې ګډون کړی.
د ایران چارواکي وایي، د جنازې مراسم به څو ورځې دوام وکړي او نوموړی به په پای کې د خپل ټاټوبي، مشهد، په امام رضا زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

