دوشنبه, جولای 6, 2026
Homeافغانستاند یوې ښځې په ګډون؛کابل کې درې تنه د جعلي تذکرو له...

د یوې ښځې په ګډون؛کابل کې درې تنه د جعلي تذکرو له لارې د پاسپورټ اخیستو په تور نیول شوي

د کابل د طالبانو حکومت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، امنیتي ځواکونو یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د جعلي تذکرو په کارولو د پاسپورټ اخیستو او بهرنیو هېوادونو ته د غیرقانوني سفر د هڅې په تور نیولي دي.

د یاد ریاست په وینا، دغو کسانو غوښتل د جعلي تذکرو پر بنسټ پاسپورټونه ترلاسه او له هېواده په ناقانونه ډول ووځي، خو تر اقدام وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

نیول شویو کسانو د لومړنیو څرګندونو پر مهال ادعا کړې چې جعلي تذکرې د دوی د کورنیو له خوا ورته برابرې شوې وې او دوی یوازې د پاسپورټ ترلاسه کولو هڅه کوله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here