یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان کې د وسله وال نفوذ د پراخیدو هڅې؛"هنه وړک" کې سیمه...

بلوچستان کې د وسله وال نفوذ د پراخیدو هڅې؛”هنه وړک” کې سیمه ییزو اوسېدونکو د مقاومت هڅې پیل کړي

د بلوچستان د کوټې ولسوالۍ اړوند د «هنه وړک» سیمې څخه راپورونه وایي چې د ځايي خلکو او وسله‌والو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله‌والو غوښتل د سیمې پر ځمکو خپل نفوذ پراخ کړي، خو د خلکو له مقاومت سره مخ شول.

«هنه وړک» د اوبو د پراخو سرچینو، د سکرو د کانونو او د بند (ډیم) د شتون له امله اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري.

اوسېدونکي ادعا کوي چې له همدې امله پر خلکو فشار راوړل کېږي څو خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدي او سیمه د نورو موخو لپاره وکارول شي.

سرچینې ادعا کوي چې په تېرو کلونو کې د بلوچستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته شخړې رامنځته شوي او ځايي کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here