د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباد څخه راپورونه وایي چې د پاکستان پوځ یو افسر، کپتان طارق، په ډزو وژل شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، ویل کېږي چې پر نوموړي ډزې د پوځ یوه میجر کړې دي.
ځینې غیر رسمي راپورونه د پېښې لامل د کورنۍ د ناموس پر سر شخړه بولي.
تر اوسه د پاکستان پوځ یا اړوندو امنیتي ادارو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

