یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeافغانستانآلمان؛د طالبانو حکومت د څلورو ډیپلوماتانو له منلو سره موافقه وکړه

آلمان؛د طالبانو حکومت د څلورو ډیپلوماتانو له منلو سره موافقه وکړه

الماني رسنۍ دويچه‌وېله راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د جرمونو په تړاو د محکومو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو لپاره د طالبانو د حکومت له لوري د څلورو نویو ډیپلوماتانو د منلو پرېکړه کړې ده.

د راپور له مخې، دا اقدام د دواړو لورو ترمنځ د هغو تخنیکي همغږیو برخه ده چې موخه یې د سفري اسنادو د صادرولو او افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټکول دي.

ویل شوي، آلمان تر دې وړاندې هم په بن ښار کې د افغانستان د سرقونسلګرۍ او په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې په عملي ډول د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شویو استازو ته سپارلې وې.

خو د آلمان حکومت ټینګار کړی چې دغه همکاري یوازې په تخنیکي کچه ده او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې آلمان په وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو له امله د محکومو افغان کډوالو د ایستلو بهیر بېرته پیل کړی او د دې پروسې د منظم عملي کېدو لپاره یې له افغان چارواکو سره تخنیکي اړیکې زیاتې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here