د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې د ستوري کریسټیانو رونالډو له لوري د کرویشیا پر وړاندې د برخلیک ټاکونکې پنالټۍ تر وهلو مخکې په شونډو د څه ویلو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د لوبې پر مهال، چې پرتګال له مساوي وروسته د رونالډو په ګول دوه پر یو مخته شو، د نوموړي لنډه جمله د مینهوالو د بېلابېلو تعبیرونو سبب شوه.
د عربي نړۍ ځینو کاروونکو ادعا وکړه چې رونالډو دوه ځله «بسمالله» ویلي دي.
بل لور ته، یو شمېر پرتګالي شنونکي باور لري چې هغه ښايي د ځان د هڅونې لپاره خپلې معمول پرتګالي جملې ویلي وي.
ځینو عربي رسنیو هم دا احتمال مطرح کړی چې رونالډو ښايي «بسمالله» ویلې وي، خو تر اوسه د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی.
شنونکي ټینګار کوي چې که رونالډو «بسمالله» هم ویلې وي، دا د هغه د دیني باور د بدلون معنا نه لري، ځکه د بېلابېلو ژبو او کلتورونو خلک کله ناکله د نورو ژبو عامې مذهبي یا کلتوري کلمې هم کاروي.
تر اوسه کریسټیانو رونالډو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او د هغه له خوا د ویلې شوې جملې په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

