د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې په جرمني کې د پناه غوښتنې شمېر کم شوی، خو دغه هېواد لا هم د افغان پناه غوښتونکو لپاره د اروپا تر ټولو مهم منزل بلل کېږي.
د راپور له مخې، افغانان په جرمني کې د ټولو پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوي او د اروپا په کچه هم د پناه غوښتونکو په سر کې ځای لري.
همداراز، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اروپايي ټولنې، ناروې او سویس په کچه د پناه غوښتنې ټولیز شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله راکم شوی دی.
راپور ښيي چې ډېری افغانان لا هم جرمني د پناه غوښتنې لپاره لومړی انتخاب ګڼي، په داسې حال کې چې فرانسه د دوی دوهم مهم مقصد دی.
اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدل او د سیمې روان امنیتي بدلونونه ښايي اروپا ته د کډوالۍ پر بهیر نور هم اغېز وکړي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې اروپايي ټولنه د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر طرحو کار کوي او د همدې موضوع په تړاو یې د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.

