شنبه, جولای 4, 2026
Homeافغانستاناسماعیل میاخېل:د اشرف غني وروستی پیغام د افغانستان د ژغورنې نقشه ده

اسماعیل میاخېل:د اشرف غني وروستی پیغام د افغانستان د ژغورنې نقشه ده

د ملي راډیو ټلویزیون پخواني رئیس، اسماعیل میاخېل، ویلي چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وروستی پیغام باید یوازې د پاکستان د بریدونو غندنه ونه ګڼل شي، بلکې دا د افغانستان د روان بحران، انزوا او د راتلونکو خطرونو په اړه یو مهم خبرداری دی.

میاخېل په یوه لیکنه کې ویلي، افغانان باید د هېواد د اوسني وضعیت په اړه ملي حساب وکړي او و ارزوي چې په تېرو کلونو کې څه لاسته راوړنې او څه زیانونه شوي دي.

د هغه په وینا، د سولې، مشروعیت او ملي حاکمیت په اړه د غني پخواني خبرداري په خپل وخت سم درک نه شول.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید ملي اجماع رامنځته شي، هېواد له نړیوالې انزوا ووځي او داسې ټولشموله او مشروع نظام جوړ شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

میاخېل همداراز ویلي، د پاکستان د بریدونو پر وړاندې باید ټول افغانان یو ګډ ملي دریځ ولري او د هېواد پر حاکمیت هر ډول تېری وغندي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان راتلونکی د یو شخص یا یوې ډلې موضوع نه، بلکې د ټول ملت ګډ مسؤلیت دی.

د هغه په وینا، سیاسي او مدني جریانونه باید له شعارونو تېر شي او د افغانستان لپاره یو منظم، ملي او عملي بدیل وړاندې کړي، څو هېواد بېرته له نړۍ سره عادي اړیکې ومومي او افغانان د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here