د ملګرو ملتونو یوې خپلواکې علمي کمېټې خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) چټک پرمختګ د ساینسپوهانو او حکومتونو د څار او کنټرول له وړتیا څخه وړاندې روان دی، او که مناسب مقررات رامنځته نه شي، دا ټکنالوژي ښايي په راتلونکي کې جدي خطرونه وزېږوي.
د کمېټې د راپور له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په اړه علمي څېړنې لا هم د دې ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره همغږې نه دي، ځکه نو د هغې د راتلونکو اغېزو په اړه بشپړ ډاډ نشته.
څېړونکي وایي، ځینې پرمختللي AI سیسټمونه د غولوونکي چلند نښې ښيي او دا اندېښنه شته چې په راتلونکي کې به یې کنټرول لا ستونزمن شي.
راپور زیاتوي، مصنوعي ځیرکتیا ښايي د ناسمو معلوماتو په خپرولو، مالي درغلیو، سایبري بریدونو او حتی د بیولوژیکي ګواښونو په رامنځته کولو کې هم وکارول شي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه لا هم د دغو پرمختللو سیسټمونو د ارزونې او څارنې لازم امکانات نه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش له حکومتونو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندي کارونې لپاره هر څه ژر اغېزمن نړیوال او ملي چوکاټونه جوړ کړي، څو د دې ټکنالوژۍ ګټې خوندي او احتمالي خطرونه محدود شي.

