شنبه, جولای 4, 2026
Homeکورپاڼهد امنیتي اندېښنو له امله؛په شمالي وزیرستان کې دوه ورځنی ګرځبندیز اعلان...

د امنیتي اندېښنو له امله؛په شمالي وزیرستان کې دوه ورځنی ګرځبندیز اعلان شو

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان سیمه‌ییزو چارواکو د خراب امنیتي وضعیت له امله د دوو ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د ولسوالۍ د ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه ګرځبندیز به د جولای په ۴ او ۵مه نافذ وي او د سهار له پنځو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې به د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی وي.

چارواکي وایي، په ټوله ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د احتمالي بریدونو او ناامنۍ د مخنیوي لپاره دا پرېکړه شوې ده.

له اوسېدونکو غوښتل شوي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د ګرځبندیز پر مهال یوازې د بېړنیو اړتیاوو په صورت کې له کورونو ووځي.

د سیمې ادارې ټینګار کړی چې د دې اقدام موخه د امنیت ټینګښت، د عامه نظم ساتنه او د خلکو د خوندیتوب ډاډمنول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here