شنبه, جولای 4, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:د امریکا بنسټیز ارزښتونه د دې هېواد د ځواک اصلي راز...

زلمی خلیلزاد:د امریکا بنسټیز ارزښتونه د دې هېواد د ځواک اصلي راز دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ویلي، د امریکا د ځواک او بریا بنسټ هغه اساسي اصول دي چې د دې هېواد بنسټ اېښودونکو رامنځته کړي دي.

خلیلزاد په خپل پیغام کې ویلي، له خپلې مېرمنې، اولادونو، کورنۍ او ملګرو سره د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې نمانځنه کوي او د ازادۍ، عدالت، بنسټیزو حقونو او د واک د توازن په څېر ارزښتونه د امریکا تر ټولو سترې لاسته راوړنې بولي.

هغه زیاته کړې، که څه هم امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې له ګڼو ستونزو، اختلافونو او سختو پړاوونو سره مخ شوې، خو د هېواد بنسټیز اصول تل د پرمختګ او یووالي لامل ګرځېدلي دي.

خلیلزاد د خپل پیغام په پای کې د امریکا خلکو ته د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي هم ویلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here