د پولنډ د دفاع وزارت ویلي، هغه MiG-29 جنګي الوتکې چې ټاکل شوې وه اوکراین ته ولېږدول شي، په تدریجي ډول به له فعاله خدمت څخه وایستل شي، ځکه د دغو الوتکو کاري موده پای ته رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، د پولنډ د دفاع وزیر ویلي وو چې هېواد یې چمتو دی دغه الوتکې اوکراین ته د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د ټکنالوژۍ په بدل کې ورکړي، خو کیف د دغې ټکنالوژۍ له شریکولو ډډه وکړه. له همدې امله وارسا پرېکړه کړې چې الوتکې به اوکراین ته نه سپاري او د عصري کولو پلان هم نه لري.
د یادونې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې ویلي وو، هېواد یې د MiG-29 الوتکو ته اړتیا لري، ځکه اوکرایني پیلوټان د دغو الوتکو د چلولو تجربه لري.
ویل کېږي، پولنډ د خپلو ۱۴ MiG-29 الوتکو له ډلې د ۶ تر ۸ الوتکو د سپارلو امکان ارزولی و، خو وروسته یې اعلان وکړ چې اوکراین ورته لېوالتیا نه ده ښودلې.

