جمعه, جولای 3, 2026
Homeافغانستانملا برادر او مسعود پزشکیان؛د کابل او تهران د اړیکو پر پراختیا...

ملا برادر او مسعود پزشکیان؛د کابل او تهران د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي او دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ملا برادر د ایران له حکومت او خلکو سره د وروستیو پېښو له امله خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان او ایران د ګډ تاریخ، کلتور او اقتصاد له امله نږدې اړیکې او ګډې ګټې لري.

نوموړي د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل بریدونه هم وغندل او ویې ویل چې د طالبانو حکومت په دې اړه خپل دریځ روښانه ساتلی او دا بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف ګڼي.

په همدې کتنه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د کابل او تهران ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، د دواړو هېوادونو حکومتونه باید د اقتصادي، سوداګریزو او نورو ګډو همکاریو د پراختیا لپاره له شته فرصتونو او ظرفیتونو بشپړه ګټه پورته کړي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې چې ملا عبدالغني برادر او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته تللي، څو د ایران د مذهبي مشر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here